د واورې د تیز اورښت له امله د سالنګونو په ګډون دهېواد يو شمير لويې لارې د ترافیکو پر مخ د لنډ وخت لپاره تړل شوې دي

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۴:۶
د واورې د تیز اورښت له امله د سالنګونو په ګډون دهېواد يو شمير لويې لارې د ترافیکو پر مخ د لنډ وخت لپاره تړل شوې دي

د هېواد د لويو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعيت په لاندې ډول دی:
سالنګونه: د سالنګونو لویه لار د واورې تيز اورښت امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده او دامهال د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې پرسونل هڅه کوي، چې یاده لويه لار د ترافیکو پرمخ پرانیزي او د یادې لویې لارې د پاک کارۍ چارې جریان لري.

غزنی: د غزني ولايت د مالستان او ناور ولسواليو نښلونکي سړکونه د واورې د تيز اورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي او د یاد ولایت د جاغوري او اجرستان ولسوالیو مسیرونه تیره ورځ د واورې د اورښت له امله د لنډ مهال لپاره د ترافیکو پرمخ تړل شوي وو، چې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست پرسونل په هڅو د واورو څخه پاک کاري او پرانیستل شول.

باميان: د باميان ولايت د قوناق، آب قول کرمان، شاتو، کوتلونو مسیرونه او د پنجاب ولسوالۍ د دهن سیا مسیر د واورې د تيز اورښت له امله د وسایطو د تګ راتګ پرمخ تړل شوي دي، چې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست د پرسونل لخوا یې د واورې پاکولو کار په شدت جریان لري.
دغه راز د سرپل ولايت قم کوتل، د غور ولایت د لعل کرمان مسیر او د دایکندي ولایت د نیلي – اشترلي مسیرونه هم د واورې د تیز اورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.
د کابل – جلال آباد لویې لارې اړوند په تنګي غارو، د ګزک بند، شینوارو پل، د ماهیپر طلا ګولایي په شمول د یادې لویې لارې په ځینو نورو برخو کې هم د وروستیو اورښتونو له امله غر ښویدنه رامنځ ته شوې ده چې یاده لویه لار د لنډ مهال لپاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه چې بیرته پاک کاري شوې ده او دامهال د ترافیکو پرمخ پرانیستې ده.
همداراز نن ورځ په تخار، بدخشان، پنجشیر، ميدان وردک، کابل، ارزګان، کندز، نورستان او سمنګان ولايتونو کې هم د واورې تيز اورښت جريان لري، تیره ورځ د هېواد ځينې مسیرونه د واورې د تیز اورښت له امله د ترافیکو پرمخ د لنډ وخت لپاره بند شوي وو خو د اړوند ولایتونو د ټولګټو ریاستونو د پرسونل په هڅو له واورو څخه پاک کاري شوي دي او دامهال د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوي دي.

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د یاد وزارت ټولو ولایتي رئیسانو او کارکوونکو ته امر کړی، چې د واورې د اورښت پرمهال دې ولایتي ریاستونه او قراردادي شرکتونه د هېوادوالو د خوندي تګ راتګ په موخه لویو لارو او سړکونو ته جدي پاملرنه وکړي او یاد مسیرونه دې له واورو څخه پاک کاري کړي او د ترافیکو پرمخ دې پرانیستي وساتي.

د ټولګټو وزارت ولایتي پرسونل او قراردادي شرکتونه بشپړ چمتووالی لري، چې د واورې د اوریدو پر وخت د هېواد ټول نښلونکې مسيرونه او سړکونه د ترافیکو پرمخ پرانيستي وساتي.

ټولګټو وزارت له درنو هېوادوالو څخه غوښتنه کوي، چې د لنډ وخت لپاره (د هوا تر برابریدو) پورې دي د سالنګونو په ګډون پر زیان منونکو لارو له تګ راتګ څخه ډډه وکړي، ترڅو له زړه بوږنوونکو پیښو مخنیوی وشي.

...

6 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په نورمال ډول جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې تردامهاله د انتقالاتو په برخه کې هېڅ ډول خنډ شتون نه لري او د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په عادي او منظم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د ۱۴۰۳ هـ. ش کال د ۱۱ میاشتو په پرتله د سږکال د ۱۱ میاشتو په انتقالاتو کې ۳۳.۳ سلنه زیات والی راغلی

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حمل میاشتې له پیله د دلوې میاشتې تر پایه پورې، د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلیو له لارې ټولټال(۵۳۸۷۵۴۹) مېټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۳:۴۶
Background image

په تېره یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د دلوې مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۶۵۵۴۸) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۶۱۷۳. . .

BACK TO NEWS