د کابل–جلال‌آباد مسير په بشپړ ډول د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۵:۳۳
د کابل–جلال‌آباد مسير په بشپړ ډول د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو

 د کابل–جلال‌آباد لويه لاره پرون ۶:۱۵ دقيقې د ټولگټو وزارت د مربوطه پرسونل د شپه او ورځ  هڅو په پایله کې، په بشپړ ډول د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه؛ یاده لویه لاره تېره پنجشنبه ماپښين، شاوخوا ۴ بجې د کابل دروازې په درې کیلومترۍ کې، د تنگي غارو په سیمه کې د غرښویېدنې له امله تړل شوې وه.

همداراز، د بدخشان ولايت د فيض آباد-بهارک ولسوالۍ مسير، چې تيره جمعه د شديدو سيلابونو له امله په ۳۰ بیلا بیلو نقطو کې د ترافيکو پرمخ تړل شوی و؛ دامهال يې د پاک کارۍ چارې د ياد ولايت د ټولګټو رياست د پرسونل لخوا په شدت سره جريان لري.
د فيض آباد-بهارک ولسوالۍ مسير څخه تلونکي وسايط کولای شي، چې په يادو سيمو کې د بديل مسير څخه تګ راتګ وکړي.
د یادونې وړه ده، چې د ټولگټو وزارت پرسونل لاهم په سیمه کې شتون لري، ترڅو د سړک زیانمن شوې برخې ترمیم او ياد مسير په بشپړه توګه پاک کاري او د ترافيکو پرمخ پرانيزي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS