د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر کاپیسا ولایت ته سفر وکړ

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۴:۳۳
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر کاپیسا ولایت ته سفر وکړ

 د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني کاپیسا ولایت ته د سړکونو د ارزونې په موخه په داسې حال کې سفر وکړ، چې دیاد ولایت والي محترم قاری احسان الله بریال، دیاد ولایت د تولګتو رئیس او یو شمېر تخنیکې انجنیرانو یې ملتیا کوله.

د تولګټو وزارت سرپرست وزیر دیاد سفر په ترڅ کې د کاپیسا ولایت د تګاب، نجراب او اله سای ولسوالیو د هغو سړکونو څخه له نږدې لیدنه وکړه، چې د یادو ولسوالیو اوسېدونکې د تګ راتګ پرمهال د ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د ا.ا.ا د ټولګتو وزارت سرپرست وزیر د یادو ولسوالیو اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې د ځینو سړکونو د رغونې او بیارغونې کار د روان کال په پلان کې شامل دی؛ په نږدې ورځو کې داوطلبۍ ته ورکړل شي او د تدارکاتي پروسې له تر سره کولو وروسته به عملاً پیل شي.
دیادو ولسوالویو د سړکونو په رغونې سره به د ځایي خلکو ستونزې تر ډېره بریده کمې شي او په آسانۍ سره به د ولایت مرکز ته تګ راتګ کوي.

...

10 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۳:۲۵
Background image

د سرپل ولایت حلقوي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره جریان لري

دا پروژه چې ۱۲.۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د ټولګټو وزارت او یو ساختماني او سړک جوړونې شرکت ترمنځ د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت قرارداد شوې ده او ټاکل شوې، چې په ۱۴۰۷ هـ.ش کال کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۸
Background image

د سالنګ لویې لارې اړوند سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومتره برخې د اساسي بیارغونې قرارداد د څه باندې ۱.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت لاسلیک شو

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سالنګ لویې لارې د اساسي بیارغونې د چارو په دوام، د هېواد د دې مهمې ترانزیټي لویې لارې اړوند سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومتره سړک د اساسي بیارغونې قرارداد له مبارز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۵
Background image

د قیصار – لامان حلقوي سړک د پنځم لاټ د جوړولو چارې د ټولګټو وزارت له لوري روانې دي

د قیصار – لامان ۲۵ کیلومتره حلقوي سړک د پنځم لاټ اساسي رغونې پروژه د ۱ میلیارد او ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې ده او دا مهال یې د رغونې. . .

BACK TO NEWS