د میدان وردګ - لوګر د (۳۱.۶) کيلومتره نښلوونکي سړک رغنیزې چارې جریان لري

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۵
د میدان وردګ - لوګر د (۳۱.۶) کيلومتره نښلوونکي سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا په اقتصاد‌ محوره پالیسي کې ټولګټو وزارت ځانګړی رول لري، د دې وزارت له لارې د هېواد د زیربناوو رغول او پراختیا نه یوازې د سوداګرۍ، کرنې او صنعت لپاره حیاتي ده، بلکې د ملي یووالي او د خلکو په ژوند کې د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره هم کلیدي رول لري.

د ميدان وردګ - لوګر سړک دوې برخې او ټولټال (۳۱.۶) کيلومتره اوږدوالی لري، چې د ميدان وردګ ولايت د (تنګي درې، قلعه امير څخه پيل؛ د آلوزي، دوغ آباد، شولک، او بابوس) سيمو څخه په تېرېدو د لوګر ولايت له مرکز پُل علم سره نښلول کيږي او رغنيزې چارې یې له دوو شرکتونو سره قرارداد شوې دي او دامهال عملاً جریان لري.

د یاد سړک لومړی برخه ټولټال (۱۷.۴) کيلومتره او دويمه برخه یې (۱۴.۲) کيلومتره اوږدوالی لري، چې د دواړو برخو په اوږدو کې د ۱۲۰ پایې پلګوټو، یو شمېر استنادي دېوالونو او یو پایه لوی پل د رغونې کار هم شامل دی، چې له ډلې یې د ۲۴ پایې پلګوټو کار بشپړ شوی دی او پاتې نور یې ترکار لاندې دي.

د میدان وردګ – لوګر سړک د کار په جریان کې د سیمې یو شمېر اوسېدونوکو ته د کار زمینه برابره شوې ده او له رغېدو سره به یې درنو سوداګرو او هېواد والو ته  د تګ راتګ او کرنیزو محصولاتو د انتقال په برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

BACK TO NEWS