د ټولګټو وزارت تخنيکي او اوسپنې پټلۍ مرستيالانو د قزاقستان د ټرانسپورټ او صنعت او ساختمان وزارتونو له مرستيالانو سره وکتل

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۸:۳۷
د ټولګټو وزارت تخنيکي او اوسپنې پټلۍ مرستيالانو د قزاقستان د ټرانسپورټ او صنعت او ساختمان وزارتونو له مرستيالانو سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت تخنيکي مرستيال محترم الحاج مولوي عبدالکريم فاتح، د اوسپنې پټلۍ مرستيال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او تخنيکي ټيمونو د قزاقستان هيواد د ټرانسپورټ وزارت له مرستيال محترم (ژانيبک ژومايويچ تايژانوف)، د صنعت او ساختمان وزارت له مرستيال محترم (شرخان ايران شرخانويچ) او مل پلاوي سره د ياد هيواد د سفير محترم (گزیز اکباسوف) په شتون کې په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په کتنه کې د ټولګټو وزارت تخنيکي مرستيال د قزاقستان هيواد راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، خوښ يو، چې افغانستان او قزاقستان يو بل سره تاريخي، اقتصادي، تجارتي او ټرانزيټي اړيکې لري او بايد هڅه وشي، چې دا اړيکې لا پراختيا ومومي.

د قزاقستان هيواد پلاوي د خپلو خبرو پرمهال وويل، چې د سفر موخه يې د تورغونډۍ – هرات او هرات – سپين بولدک اوسپنې پټلۍ پروژې د عملي پلان تطبيق کولو ته چمتووالی دی.

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال د قزاقستاني لوري سره د ناستې په لړ کې د ټولګټو وزارت د روانو پروژو په تړاو هراړخيز تخنيکي معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه، چې دامهال د ټولګټو وزارت له لوري د هرات – کندهار اوسپنې پټلۍ پروژې د سروې چارې بشپړې شوې او د ډيزاين چارې يې جريان لري.

د ليدنې په جريان کې، د ټولګټو وزارت او قزاقستاني لوري ترمنځ يوه صورت جلسه او عملي پلان (اکشن پلان) هم لاسليک شو او پریکړه وشوه، چې د تورغونډۍ – هرات او هرات – سپين بولدک اوسپنې پټلۍ پروژې د عملي چارو د پيل او د يادې پروژې د راتلونکو حقوقي او مالي شرايطو په تړاو د بحثونو لپاره يوه مشترکه تخنيکي او مالي کمېټه رامنځته شي، چې په نږدې راتلونکي کې به په دې اړه د قزاقستان تخنيکي ټيم هم افغانستان ته سفر وکړي.

په پای کې ټولګټو وزارت قزاقستاني لورې ته ډا‌ډ ورکړ، چې افغانستان د يادې پروژو د عملي کار پيل ته بشپړ چمتووالی لري او بايد دا پروژه د ا.ا.ا د نافذه قوانينو په رڼا کې تطبيق شي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۶
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د ننګرهار ولايت له لوري د ۲۲ کیلومتره لومړۍ برخې، ۲۱.۴ کیلومتره دریمې برخې او  د کابل. . .

BACK TO NEWS