د قیصار – لامان حلقوي سړک د پنځم لاټ د جوړولو چارې د ټولګټو وزارت له لوري روانې دي

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۵
د قیصار – لامان حلقوي سړک د پنځم لاټ د جوړولو چارې د ټولګټو وزارت له لوري روانې دي

د قیصار – لامان ۲۵ کیلومتره حلقوي سړک د پنځم لاټ اساسي رغونې پروژه د ۱ میلیارد او ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې ده او دا مهال یې د رغونې چارې عملاً جریان لري.

دغه سړک ۱۲ متره پلنوالی لري، چې ۷ متره یې اسفالتي برخه او د سړک دواړو غاړو ته  ۲.۵ متره شولډر لري. همدارنګه د دې سړک په اوږدو کې د ۶۰، ۹۰ او ۱۸۰ مترو په اوږدوالي درې لوی پلونه،  ۶۸ پایې پلګوټي، ۲۷۰ متره استنادي دېوالونه، ۱۶۲۰ متره د سړک غاړې ویالې او د سړک دواړو خواوو ته کانکریټي پلي لارې هم جوړېږي.

د یادونې وړ ده چې، د ټولګټو وزارت وزار له لوري د یاد سړک د درېیم لاټ د رغونې چارې هم د ۵۰ کیلومتره په اوږدوالي سره پیل شوې دي او عملاًجریان لري.

د قیصار – لامان حلقوي سړک د افغانستان د حلقوي لویې لارې یوه مهمه او بنسټیزه برخه شمیرل کیږي، چې د هېواد شمالي او شمال ختیځ ولایتونه د لوېدیځ او سوېل لوېدیځو سیمو سره نښلوي. دغه سړک د اقتصادي فعالیتونو د ودې او پراختیا، د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د اسانتیا، او د سفر د وخت او لګښتونو د کمښت په برخه کې مهم رول لري.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

BACK TO NEWS