د اوسپنیزې لارې ادارې عمومي رئیس د روسیې هېواد د ترانسپورت له معین سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۲۹
د اوسپنیزې لارې ادارې عمومي رئیس د روسیې هېواد د ترانسپورت له معین سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

د ا.ا.ا د اوسپنیزې لارې ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د ویډیو کنفرانس له لارې د روسیې هېواد د ترانسپورت له معین، ښاغلي دیمیتری زویریف سره د اوسپنیزې لارې د بندرونو د بنسټیزې پراختیا او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې.

په دغه کنفرانس کې، د اوسپنیزې لارې ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح وویل، چې دا مهال په افغانستان کې په بېلابېلو پروژو کې د بهرنیو او داخلي پانګوالو د ګډون زمینه برابره ده او ډاډ یې ورکړ، چې د اوسپنېزې لارې په پروژو کې به د پانګوالو د ګډون په برخه کې له هغوی سره بشپړه همکاري وکړي.

دغه راز د یاد کنفرانس په لړ کې ښاغلي دیمیتری زویریف وویل: دوی په افغانستان کې د نویو کوریدورونو په لټه کې دي او هڅه کوي چې افغانستان ته توکو د لېږد کچه لوړه کړي نوموړي زیاته یې کړه، موږ چمتو یو،چې د افغان ترانس، بلخ _ هرات، هرات _ کندهار او کندهار _ سپین بولدک پروژو کې هم همکاري وکړو.

 د کنفرانس په دوام دواړو لورو د ترانزیټي عملیاتو لپاره د قانوني چوکاټ رامنځته کولو او د افغانستان او د «خپلواکو او مشترک المنافع هېوادونو» د ترانسپورټ د همغږۍ کنفرانس (CIS) ترمنځ د تعامل په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وکړ.

په پای کې دواړو لورو د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، سوداګریزې راکړې ورکړې او د بنسټیزو پروژو په برخه کې  پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر په هلمند ولایت کې د یو شمېر پروژو روانې چارې و ارزولې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا هلمند ولایت ته د خپل کاري سفر په دوام، د ګرشک – موسی‌کلا مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک، د ګرشک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۵:۲۷
Background image

د کندهار – هلمند لویې لارې د دویم لین سړک د آسفالټ چارې پیل شوې

د کندهار – هرات لویې لارې د دویم لین سړک اړوند، د کندهار ولایت له باغ پل څخه د هلمند ولایت تر ګرشک دوراهي سیمې پورې د دویم او درېیم لاټ ۵۲ کیلومتره سړک د رغونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۵۴
Background image

په تله میاشت کې د اوسپنیزې لارې څخه ۸۲۸۹۶۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د تلې/ میزان مياشتې له پيله تر پايه د افغانستان د اوسپنیزې لارې څخه ۸۲۸۹۶۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۵۳۶۴۳۰ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶۱۹۵۱ ټنه،. . .

BACK TO NEWS