په بغلان ولایت کې د ساتنې او څارنې دوه پروژې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې
د بغلان ولایت د پلخمري – کندز لویې لارې د ترمیم او داغګیرۍ چارې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ازښت او د پلخمري – دوشي لویې لارې اړوند د کفترخانې په سیمه کې د ۳۵ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوالونو د جوړولو چارې د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي.
د یادو پروژو چارې پرون د بغلان ولایت د والي محترم الحاج مولوي عبدالله مختار، د دغه ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج ملا عبدالخالق حقمل او یو شمېر سیمهییزو مسؤلینو په شتون کې رسماً افتتاح او پیل شوې.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې سړکونو د ساتنې او څارنې پروژو په پلې کولو سره د سړکونو د تخریب مخنیوی وکړي او هېوادوالو ته د اسانه او خوندي تګ راتګ زمینه برابره کړي.
