په بغلان ولایت کې د ساتنې او څارنې دوه پروژې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
Wed, Oct 14 2026 2:29 PM
په بغلان ولایت کې د ساتنې او څارنې دوه پروژې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د بغلان ولایت د پلخمري – کندز لویې لارې د ترمیم او داغ‌ګیرۍ چارې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ازښت او د پلخمري –  دوشي لویې لارې اړوند د کفترخانې په سیمه کې د ۳۵ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوالونو د جوړولو چارې د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي.

د یادو پروژو چارې پرون د بغلان ولایت د والي محترم الحاج مولوي عبدالله مختار، د دغه ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج ملا عبدالخالق حقمل او یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤلینو په شتون کې رسماً افتتاح او پیل شوې.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې سړکونو د ساتنې او څارنې  پروژو په پلې کولو سره د سړکونو د تخریب مخنیوی وکړي او هېوادوالو ته د اسانه او خوندي تګ راتګ زمینه برابره کړي.

.

1 year 1 month ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS