د کندز – شېرخان بندر سړک د ترمیم چارې د څه باندې ۲۰.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کندز ولایت اړوند د کندز – شېرخان بندر عمومي سړک د ترمیم چارې د څه باندې ۲۰.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې د کندز ولایت د والي محترم مولوي نصرالله مطیع، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي عبدالنصیر شیخزاده، سیمهییزو مسؤولینو او د قراردادي شرکت د مسؤولینو په شتون کې رسماً افتتاح او پیل شوې.
په دې پروژه کې د سړک د فرش تخریب شوې او پړسېدلې برخې کیندل کېږي او بېرته رغول کېږي، چې چارې به یې د ۷ کاري میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د یاد ټرانزیټي او ترانسپورتي سړک د ترمیماتي چارو په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدنکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي او د سړک د لا تخریب څخه به مخنیوی وشي.
