د یکاولنګ ــ دره صوف سړک د جوړولو کار له ۲۷ سلنه بشپړېدو سره روان دي

mopw_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۱۵:۱۷
د یکاولنګ ــ دره صوف سړک د جوړولو کار له ۲۷ سلنه بشپړېدو سره روان دي

د یکاولنګ ــ دره صوف سړک د جوړولو کار له ۲۷ سلنه بشپړېدو سره روان دي

دا سړک د بامیانو ولایت له یکاولنګ ولسوالۍ څخه تیریږي او د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ تر مرکزه غځیدلی چې ۱۸۳ کیلومتره اوږدوالی او د ۳ مترو غاړو په درلودلو سره ۱۰ متره پلنوالی لري.

په یاد سړک کې ۲۴۳ پلونه او ۳۸۹ پُلګوټي شامل دي، چې د رغونې تړون یې له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره د څه باندې ۲۰۴ میلیونه امریکایې ډالرو په ارزښت شوی.

تر دې مهاله یې د جوړوني کار ۲۷ سلنه مخته تللی چې د کار له بشپړیدو سره به یې د ده بهبود، کوته، چهارده، بینمنګ، دهن تور، حسني، زیرکی او سر ولنګ کلیو سربیره د دره صوف ولسوالۍ د مرکز اوسیدونکې هم ګټه واخلي.

د یکاولنګ ــ دره صوف سړک، د هیواد د شمال ـ سویل دهلیز، یوه برخه ده چې د سوداګریزو توکو په لیږد، د هیواد اقتصادي پراختیا، د منظم او ګټور ټرانسپورټي سیستم رامنځته کیدو او ځایې خلګو لپار د کار زمینې په برابرولو کې به پراخه مرسته وکړي.

د ټولګټو وزارت ــ کابل

لیندۍ ۱۱، ۱۳۹۹

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS