د ټولګټو وزارت سرپرست د غور له والي سره ولېدل

د ټولګټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا عبدالمنان عمري، د غور ولایت له والي محترم ملا احمد شاه دین دوست سره د خپل کار په دفتر کې ولېدل او په دې ولایت کې یې د پروژو په اړه خبرې وکړې.
په دې لېدنه کې د غور والي په یاد ولایت کې د سړکونو په برخه کې د خلکو ستونزو ته په اشاري سره وویل: د غور خلک محروم دي او په تیرو کلونو کې ورته پاملرنه، نه ده شوې، د ولسوالیو سړکونه یې خام او ویجاړ دي په ځانګړي ډول د غور – هرات غځېدلی سړک چې خلک یې د تګ راتګ پرمهال له ترانسپورتي ستونزو سره مخ کړې دي، د غور والي همدارنګه زیاته کړه، په غور ولایت کې بیلابیل کانونه شتون لري، چې د استخراج لپاره یې د سړکونو او پُلونو رغول لومړۍ ګام دی، هغه په دې برخه کې د ټولګټو وزارت د پاملرنې غوښتنه وکړه.
ورسته د ټولګټو وزارت سرپرست محترم ملا عبدالمنان عمري، د غور والي ته ښه راغلاست وویل، او د غور ولایت لپاره یې د ټولګټو وزارت د راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ په دې ولایت کې د سړکونو د پراختیایي پروژو تطبیق د ټولګټو وزارت لومړيتوب دی، د وزارت بودیجوي محدودیتونو ته په پام سره هڅه کوي تر څو د غور ولایت د نیمګړو پروژو کار بشپړ کړي.