د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د سوداگرۍ او پانگونې خونې له مرستیال سره ولیدل:

Anonymous (not verified)
Sat, Mar 12 2022 11:11 AM
د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د سوداگرۍ او پانگونې خونې له مرستیال سره ولیدل:

د ټولگټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین الحاج ملا عبدالجبار معاون د افغانستان د سوداگرۍ او پانگونې خونې له مرستیال الحاج خیرالدین مایل او یو شمیر سوداگرو سره ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د لوړ تناژ بار وړونکو لیږدونکو وسایطو د وزن او اړخونو دکنټرول د مقررې په تطبیق، د هیواد بندرونو ته د سوداګریزو توکو په لیږد رالیږد، د وسایطو په معیاري کولو او سوداگرو ته د ترانسپورتي اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه خبرې وکړې.

د ټولگټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین په دې لیدنه کې وویل: سړکونه چې ملي سرمایه ده په لوړه بیه رغول شوې دي او د افغانستان په خلکو پورې تړاو لري، چې د ا.ا.ا، په راتلو سره په هیواد کې ډاډمن امنیت تأمین شوی دی او په تلو کې هیڅ ډول اضافي پیسې له سوداگرو څخه نه اخیستل کېږي.

هغه همدارنگه وویل: موږ هڅه کوو، چې ویجاړ سړکونه ترمیم او بیا ورغوو او بل لورې ته د سړکونو له تخریب څخه د مخنیوي په موخه مو د هیواد په بیلابیلو برخو کې تلي نصب کړي دې؛ تر څو د وسایطو وزن کنترول او معیاري شي، دغه راز په دې ناسته کې د دواړو لورو د همغږۍ او همکاري په رامنځته کولو ټینگار وکړ.

.

3 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS