د کابل ـ کندهار لویې لارې د اساسي ترمیم او بیارغونې چارې پیل شوې

ashraf_admin
Sun, Jul 31 2022 11:42 AM
د کابل ـ کندهار لویې لارې د اساسي ترمیم او بیارغونې چارې پیل شوې

 

د کابل ـ کندهار لویې لارې د لومړۍ برخې ( کندهار ـ زابل ) د اساسي ترمیم چارې د ټولګټو وزارت په ماشینرۍ او پرسونل لخوا پیل شوې

 د دغه پروژ په پرانیست غونډه کې د ټولګټو وزارت ویاند مولوي مصباح، خبرې وکړې ویې ویل:  ټولګټو وزارات پلان لري، تر څو د کابل ـ کندهار او سالنګ لویې لارې له خصوصي سکتور سره په همغږۍ ترمیم او بیاورغوي.

هغه زیاته کړه، د کابل ـ کندهار لویه لار شاوخوا ٩٠٠ کیلومتره اوږدوالی لري، چې نن یې د یوې برخې د بیارغونې کار د ټولکټو وزارت له لوري پیل شو.

همدارنګه د یادې پروژې په پرانیست غونډه کې د وزارت د سروې او پروژه سازي رﺉیس محمد نور نعیمي وویل: د کابل ـ کندهار لویه لار د هیواد له مهمو او اساسي لارو څخه دی، چې د ګڼ شمیر ولایتونو پر نښلون سربیره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په پراختیا کې هم اغیزمن رول لري. هغه وویل: د دغه برخې د اساسي ترمیم چارې به تر راتلونکي ٦ میاشتو پورې بشپړې شي.

 

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

3 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS