د هیواد د سړکونو او لویو لارو د عمومي وضعیت څرنګوالی

ashraf_admin
Tue, Aug 23 2022 2:21 PM
د هیواد د سړکونو او لویو لارو د عمومي وضعیت څرنګوالی

د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو د راپورونو په اساس، د هیواد د سړکونو  او لویو لارو عمومي وضعیت په لاندې ډول دی:

کابل ـ کندهار لویه لار: د کابل ـ کندهار لویه لار تېره شپه د قرباغ ولسوالۍ په مشکي، صاحب زاده، کرو سای، لونو پمپ او سرکي مانده، کلیو کې د تېزو بارانونو او سیلاب را وتلو له امله د تګ راتګ پرمخ بنده شوې وه، چې اوس مهال د یاد ولایت د ټولګټو ریاست د ماشینري او د تخنیکي پرسونل په هڅو د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوې ده.

همدارنګه په زابل ولایت کې د شینکۍ ولسوالۍ سړک او په نورستان ولایت کې د شرقي نورستان سړک د تګ راتګ پرمخ بند دي، چې دا مهال د دواړو سړکونو د خلاصولو کار جریان لري.

بل لوري ته، په میدان وردګو، غزني، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې او په سالنګ کې د بارانونو اورښتو دوام لري، چې د سیلابونه له امله د یادو ولایتونو بندې لارې د ټولګټو ریاستونو په ماشینري او د تخنیکي پرسونل لخوا پاک کاري او د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوې دي.

په ورته وخت کې د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې د سیلابونو له امله دلارو د بندښت احتمالي خطر شتون لري خو تر دا مهاله د تګ راتګ پر وړاندې کوم ترافیکي خنډ شتون نه لري

د ټولګټو وزارت اړوند د ولایتي ریاستونو ټوله ماشینري او تخنیکي پرسونل فعاله دي او هڅه کوي، چې د هیواد ټولي لویې لارې او سړکونه د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستي وساتي.

 

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

2 years ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS