د ټولګټو وزارت سرپرست له ترکي ۷۷ ساختماني شرکت څخه لیدنه وکړه

media_admin
Mon, Feb 20 2023 10:48 AM
د ټولګټو وزارت سرپرست له ترکي ۷۷ ساختماني شرکت څخه لیدنه وکړه


د ټولګټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني، تېره ورځ په افغانستان کې د ترکي ۷۷ ساختماني شرکت د بېلابېلو څانګو څخه د لیندني ترڅنګ د یاد شرکت له مسؤولینو سره وکتل او خبري یې وکړې.
 
په دغه لیدنه کې، لومړۍ په افغانستان کې د ترکي ۷۷ ساختماني شرکت مرستیال براق انسال، په افغانستان کې د یاد شرکت د راتلونکو پلانونو او پروژو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړ او څرګنده یې کړه، چې په هیواد کې د ویجاړو پُلونو او پُلګټو د ترمیم او بیارغونې په برخه کې له ټولګټو وزارت سره همکاري ته چمتو دي، دغه راز غوښتنه یې وکړه، چې دا وزارت دې د ۷۷ ساختماني شرکت له شته امکاناتو او تجربو څخه ګټه پورته کړي.

ورسته د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني، په افغانستان کې د ترکیې ۷۷ ساختماني شرکت پر فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او په هیواد کې د ویجاړو سړکونو، پُلونو او پُلګټو د ترمیم او بیارغونې په برخه کې یې د یاد شرکت د پاملرني غوښتنه وکړه. 

د لیدنې په پای کې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر، یاد ساختماني شرکت ته له خپل لوري څخه د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ او د همغږۍ پر دوام یې ټینګار وکړ. 

.

2 years ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS