په واما ولسوالۍ کې د کوردر پل د رغونې کار د ۱۶ ميليونه افغانيو په ارزښت بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

media_admin
Mon, Jan 29 2024 11:23 AM
په واما ولسوالۍ کې د کوردر پل د رغونې کار د ۱۶ ميليونه افغانيو په ارزښت بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د ټولګټو وزارت له لوري د نورستان - کنړ عمومي سړک اړوند په واما ولسوالۍ کې د کوردر پل د ۱۶ ميليونه افغانيو په ارزښت بشپړ او د نورستان ولايت د مرستیال والي محترم مولوي فیصل مختار، د ياد ولايت د ټولګټو رياست د محترم رئیس قاري احمد نبي عادل او يو شمېر نورو سيمه اييزو مسوولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه پل چې ۲۶ متره اوږدوالی، ۴،۹ متره پلنوالی، دواړو خواو ته  ۱۳۳۰متر مکعبه استنادي دېوالونه او ۵ متره لوړوالی لري د رغونې کار یې د ټولګټو وزارت او متحد صافي ساختماني شرکت ترمنځ د ۱۶ مليونه افغانيو په ارزښت قرارداد شوی وو.
د يادونې وړ ده چې، د یاد پل په اساسي رغونې سره به د کنړ او نورستان ولايتونو د اوسيدونکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.
 

.

3 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS