د ټولګټو وزارت د سالنګونو دساتنې اوڅارنې او د اداري خدماتو رئیسان معرفي شول

media_admin
Sun, Sep 01 2024 11:15 AM
د ټولګټو وزارت د سالنګونو دساتنې اوڅارنې او د اداري خدماتو رئیسان معرفي شول

د ټولګټو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزرا عالي مقام د (۱۴۴۶/۲/۲۱) نیټې د(۷۷۶) ګڼې حکم پر بنسټ، د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تغییر او تبدیل شول.
دا چې په اداراتو کې تغییر او تبدیل یو اصل دی په همدې اساس د اړوند ریاستونو د چارو د لاښه والي په موخه محترم الحاج مولوي عبد الحلیم آغا چې وړاندې د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئیس و، د الحاج فضل ربي پرځای د اداري خدماتو د نوي رئیس په توګه او الحاج فضل ربي چې وړاندې د ادارې خدماتو رئیس و، اوس د سالنګونو د ساتنې او څارنې د نوي رئیس په توګه وټاکل شول، چې د وزارت د یو شمیر مرکزي رئیسانو په  شتون کې د اړوند ریاستونو کارکوونکو ته ور وپیژندل شول.
په مراسمو کې لومړی د ریاست الوزرا عالي مقام حکم د ټولګټو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي انجنیر فضل الباري بلوڅ له لوري ولوستل شو.
 وروسته د وزارت یو شمېر رئیسانو په خپلو ویناوو کې؛ په اداراتو کې تغییر او تبدیل یو اصل وباله او زیاته یې کړه، چې د مشرانو اوامر پر ځای کول واجب دي.
په پای کې اړوند مسوولينو نوموړو ته په چارو کې د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د لا بریاوو غوښتنه وکړه.
 

.

3 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS