بهرني پانګه وال د هېواد د سړکونو او اوسپنې پټلۍ رغونې په برخه کې پانګونې ته ليواله دي

kalim_admin
Sun, Jan 26 2025 2:56 PM
بهرني پانګه وال د هېواد د سړکونو او اوسپنې پټلۍ رغونې په برخه کې پانګونې ته ليواله دي

 

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د ترستکو میدل ایست(منځني ختيځ) شرکت د بهرنيو اړيکو له رئيس محترم دوکتور درخشان سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په یاده لیدنه کې د ترستکو میدل ایست( منڅني ختیځ) شرکت د بهرنيو اړيکو  رئيس د ټولګټو وزارت د سرپرست وزير سره له  ليدنې څخه خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه چې «زموږ ( Trustco Middle East GmbH)   شرکت د سړکونو او اوسپنې پټلۍ د جوړولو او د معدنونو په برخه کې پراخه تجربه لري او غواړو چې د ټولګټو وزارت سره د سرک جوړونې او اوسپنيزې کرښې د رغونې په برخه کې  ګډکار وکړو.»

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د ترستکو میدل ایست شرکت رئيس ته د ښه راغلاست تر څنګ د دوی له ليوالتيا څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې « دامهال په افغانستان کې تر بل هر وخت امنيت ښه شوی او په بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه د سړک او اوسپنيزې کرښې په برخه کې کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته د پانګونې بشپړه زمينه برابره ده.»

همدارنګه، د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د خپلو خبرو پر مهال دا هم و ويل چې ستاسې وړانديزونه به د ا.ا.ا له رهبرۍ سره شريک کړل شي او وروسته تاسو کولای شئ چې د پالیسۍ سره سم د ياد وزارت په پروژو کې برخه واخلئ.

دا په داسې حال کې ده، چې  په دې وروستيو کې يو شمېر نورو بهرنیو پانګوالو هم د هيواد د سړکونو او اوسپنيزې کرښې په برخه کې پانګونې ته ليوالتيا ښودلې وه.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

3 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS