د ټولګټو وزیر د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
Sat, Nov 22 2025 3:19 PM
د ټولګټو وزیر د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني پرون جمعه د سالنګونو لویې لارې له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.

د ټولګټو وزیر په یاد سفر کې د سالنګونو لویې لارې د دریو برخو شمالي سالنګ او جنوبي سالنګ له کانکریټي او دوشي ـ خنجان آسفالټي برخې له کاري بهیر څخه د لیدنې ترڅنګ د قراردادي شرکتونو مسئولینو او تطبیق کوونکو ټیمونو ته لارښوونه وکړ ه چې د سږ کال پلان شوی کار دې د ژمي له را رسېدو مخکې بشپړ کړي.

د یادې لویې لارې د قراردادي شرکتونو مسئولینو او تطبیق کوونکو ټیمونو ډاډ ورکړ چې پوره هڅه کوي تر څو د سالنګونو لویې الرې د سږ کال پلان شویو برخو کار له ژمي مخکي بشپړ کړي.

دغه راز د ټولګټو محترم وزیر د یاد سفر په لړ کې د سالنګونو لویې لارې د ساتنې او څارنې له ریاست څخه هم لیدنه وکړه او اړوندو کارکوونکو او تخنیکي ټیمونو ته یې لارښوونه و کړه، چې د ژمي را رسېدو پرمهال دې د سالنګونو لویې لارې لپاره بشپړ چمتو والی ونیسي.

.

2 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS