په پنجشیر ولایت کې د ۶.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پایو پلونو د ترمیم او بیا رغونې چارې بشپړې شوې

kalim_admin
Sun, Dec 14 2025 1:21 PM
په پنجشیر ولایت کې د ۶.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پایو پلونو د ترمیم او بیا رغونې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت لخوا د پنجشیر ولایت د رخه ولسوالۍ د قابضان او د پریان ولسوالۍ د مرغابي‌ دان پلونو د ترمیم او بیا رغونې چارې د ۶.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د قابضان او مرغابي دان پلونو اساسي برخې د موسمي سېلابونو له کبله ویجاړې شوې وې او د رخې او پریان ولسوالیو اوسېدونکې یې د تګ را تګ پر وخت له ستونزو سره مخ کړي وو، چې د ترمیم او بیارغونې د کار له بشپړېدو سره یې د یادو ولسوالیو اوسېدونکو ستونزې د پخوا پرتله هوارې ‏شوې دي.

د قابضان او مرغابي‌ دان پلونه د اړوندو ولسوالیو له اساسي او مهمو پلونو څخه دي، چې د اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو او روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول لري.

د یادونې وړ ده، چې د ا.ا.ا د ټولګتو وزارت در نو هېوادوالو، مسافرینو، موټرچلونکو او ملي سوداګرو ته د آسانتیاوو د برابرولو په موخه د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د ګڼ شمېر لویو او کوچنیو پروژو چارې پیل کړې دي.

.

3 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS