د کاپیسا ولایت د الهسای ولسوالۍ د سړک د رغونې چارې د څه باندې ۶۴۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې
د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ د سړک د رغونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د ۶۴۹ میلیونه او ۶۸۲ زره افغانیو په ارزښت، د کاپیسا ولایت د والي محترم قاري احسانالله بریال، د دې ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي بحرالله بدري، دیني علماوو او قومي مخورو په شتون کې په رسمي ډول افتتاح او پیل شوې.
یاد سړک ۱۸.۵ کیلومتره اوږدوالی او ۹ متره پلنوالی لري، چې په اوږدو کې یې د یو شمېر پلګوټو او استنادي دېوالونو د جوړولو چارې هم شاملې دي او د دوو کلونو په موده کې به یې کار بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې د خلکو د تګ راتګ، د تجارتي توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.
