د کاپیسا ولایت د اله‌سای ولسوالۍ د سړک د رغونې چارې د څه باندې ۶۴۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۸:۵۷
د کاپیسا ولایت د اله‌سای ولسوالۍ د سړک د رغونې چارې د څه باندې ۶۴۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د کاپیسا ولایت د اله‌ سای ولسوالۍ د سړک د رغونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د ۶۴۹ میلیونه او ۶۸۲ زره افغانیو په ارزښت، د کاپیسا ولایت د والي محترم قاري احسان‌الله بریال، د دې ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي بحرالله بدري، دیني علماوو او قومي مخورو په شتون کې په رسمي ډول افتتاح او پیل شوې.

یاد سړک ۱۸.۵ کیلومتره اوږدوالی او ۹ متره پلنوالی لري، چې په اوږدو کې یې د یو شمېر پلګوټو او استنادي دېوالونو د جوړولو چارې هم شاملې دي او د دوو کلونو په موده کې به یې کار بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې د خلکو د تګ راتګ، د تجارتي توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۶
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د ننګرهار ولايت له لوري د ۲۲ کیلومتره لومړۍ برخې، ۲۱.۴ کیلومتره دریمې برخې او  د کابل. . .

BACK TO NEWS