د قیصار–لامان سړک د ٥٠ کیلومتره برخې د رغونې چارې پیل شوې

kalim_admin
Sat, Apr 18 2026 9:34 AM
د قیصار–لامان سړک  د ٥٠ کیلومتره برخې د رغونې چارې پیل شوې

د قیصار–لامان سړک د یوې برخې چې ۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري د رغونې چارې تېره ورځ د ریاست‌الوزراء عالي مقام د اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر آخند او یو شمېر ځايي مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

دا پروژه د څه باندې ٤.٦ میلیارده افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او آریاخان افغان ساختماني شرکت ترمنځ قرارداد شوې ده، او ټاکل شوې، چې په درې کلونو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

 د قراردادي شرکت مسؤلینو ډاډ ورکړی چې یاده پروژه به له ټاکلي وخته مخکې او د ټولګټو وزارت وزارت د تخنیکي مشخصاتو سره سمه بشپړه کړي.

د سړک دغه برخه د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ څخه پیل کېږي او د همدې ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ پر لور غځېږي، چې بودیجه یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري ور کول کېږي.

د قیصار–لامان سړک د هېواد د حلقوي سړک یوه برخه ده او د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له مهمو بنسټيزو پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د فاریاب ولایت څخه پیل او د بادغیس ولایت د یو شمېر ولسوالیو څخه په تېرېدو هرات ولایت ته رسیږي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه پروژې د کار په جریان کې به یو شمېر مسلکي او غیر مسلکي کارګرو ته د کار زمینه برابره شي، او  په بشپړېدو سره به یې د خلکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد - رالېږد په برخه کې ګڼ شمېر اسانتیاوې رامنځته شي او د انتقالاتو لګښتونه به راکم شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټولګټو وزارت تېر کال د یادې لویې لارې د ۲۵ کیلومتره برخې اساسي رغوونې چارې د فاریاب ولایت له لوري پیل کړې وې، چې دا مهال په عملي ډول جریان لري.

.

7 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS