د ټولګټو وزیر د دوشي – بامیان سړک د بېلابېلو برخو د کار له جریان څخه ليدنه وکړه
د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې يوشمېر رئيسانو او تخنیکي انجينيرانو يې ملتیا کوله، میدان وردګ، بامیان او بغلان ولایتونو ته سفر وکړ او د یاد سفر په ترڅ کې يې د دوشي – بامیان سړک د بېلابېلو برخو له کاري بهير ليدنه وکړه.
د دوشي - بامیان مسیر د هېواد یو مهم او ټرانزیټي مسیر دی، چې د سوداګريزو توکو او کرنيزو محصولاتو د لیږد رالیږد ترڅنګ د سالنګونو لویې لارې لپاره هم د يو بديل مسير حیثیت لري.
دغه سړک ۱۵۲ کیلومتره طول لري، چې د باميان ولايت له دوآب بلوله سيمې څخه پيل او د بغلان ولایت تر دوشي سیمې پورې رسېږي چې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د څه باندې ۶۴۹.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوی و او دا مهال یې د ۹۰ کیلومتره سړک د پراخولو، پر کارۍ او کتنګ چارې، چې شاوخوا د پروژې ۶۰ سلنه برخه جوړوي، بشپړې شوې دي.
د ټولګټو وزارت محترم وزیر د ياد سفر پر مهال د دوشي- باميان پروژې مسؤلینو او تخنیکي ټیمونو ته د کار د ښه ترسره کولو او غوره کیفیت په هکله لازمې لارښونې وکړې او ورته يې وويل، چې د یادې پروژې چارې دې په ټاکلي وخت پای ته ورسوي.
دغه راز د دوشي - بامیان پروژې مسؤلينو محترم وزیر صاحب ته ډاډ ورکړ، چې د یادې پروژې چارې به د ټولګټو وزارت له تخنيکي مشخصاتو سره سمې او په ټاکلي وخت پای ته ورسوي.
د يادونې وړ ده چې د دوشي - بامیان مسیر ځانګړی ټرانزیټي او اقتصادي اهميت لري، چې په بشپړيدو سره به يې د درنو هېوادوالو د سفر ستونزې هوارې شي، د بار وړونکو او مسافر وړونکو وسایطو په هوسا تګ راتګ کې د پام وړ اسانتياوې رامنځ ته شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني تیره ورځ د ميدان وردګ - جلریز پروژې له رغنيزو چارو څخه هم لیدنه وکړه او د پروژې تطبيق کونکو ټيمونو ته يې د کار د چټکتيا او لا ښه والي په موخه لازمې لارښونې وکړې.
