په تله میاشت کې د اوسپنیزې لارې څخه ۸۲۸۹۶۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
Wed, Oct 28 2026 1:54 PM
په تله میاشت کې د اوسپنیزې لارې څخه ۸۲۸۹۶۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د تلې/ میزان مياشتې له پيله تر پايه د افغانستان د اوسپنیزې لارې څخه ۸۲۸۹۶۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۵۳۶۴۳۰ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶۱۹۵۱ ټنه، د تورغنډۍ بندر له لارې ۹۳۲۴۶ ټنه او د خواف –هرات  له لارې ۱۳۷۳۴۱ ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۸۲۸۹۶۸ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

 د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تله/ میزان مياشت کې ۱۸۵۳ ټنه ګاز لرونکې نوشابه باب ،معدني ډبرې او  وچه میوه صادر شوي دي.

 هر څومره چې د اوسپنیزې لارې څخه د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ا.ا.ا هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې رامنځته کړي.

.

1 year 2 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS