په تله میاشت کې د اوسپنیزې لارې څخه ۸۲۸۹۶۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي
د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د تلې/ میزان مياشتې له پيله تر پايه د افغانستان د اوسپنیزې لارې څخه ۸۲۸۹۶۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې ۵۳۶۴۳۰ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶۱۹۵۱ ټنه، د تورغنډۍ بندر له لارې ۹۳۲۴۶ ټنه او د خواف –هرات له لارې ۱۳۷۳۴۱ ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۸۲۸۹۶۸ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تله/ میزان مياشت کې ۱۸۵۳ ټنه ګاز لرونکې نوشابه باب ،معدني ډبرې او وچه میوه صادر شوي دي.
هر څومره چې د اوسپنیزې لارې څخه د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
د ا.ا.ا هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې رامنځته کړي.
