د تخار ولایت د فرخار او ورسج ولسوالیو تر منځ د غځیدلي سړک کار ۷۴ سلنه بشپړ شوی

mopw_admin
Thu, Dec 17 2020 8:54 AM
د تخار ولایت د فرخار او ورسج ولسوالیو تر منځ د غځیدلي سړک کار ۷۴ سلنه بشپړ شوی

د تخار ولایت د فرخار او ورسج ولسوالیو تر منځ د غځیدلي سړک کار ۷۴ سلنه بشپړ شوی

لیندۍ ۲۶، ۱۳۹۹

دا پروژه د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ له لژده سیمې څخه پیل د ورسج ولسولۍ تر تنګي سیمې پورې غځيدلی سړک دی چې ۱۵ کیلومتره اوږدوالی او د پلې لارې په ګډون ۸ متره پلنوالی لري.

دغه راز یاد سړک په بیلابیلو اندازو کې ۷۴ پُلګوټې، ۴۸۴۵ کیلومتره مکعبه ډبرین لښتي، ۶۰۰ متره معبرونه او ۲۰۷۱ متره د ابولګولو یو کانال هم لري.

دا پروژه د څه باندې ۴۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوي چې مالي لګښت یې د افغانستان حکومت له ملي بودجې څخه ورکول کیږي او تر دې مهاله یې د جوړولو کار ۷۴ سلنه مخته تللی.

د یادې پروژې د کار له بشپړیدو سره به د فرخار او ورسج ولسوالیو پر وصل سربیره د لژده، یوغ، غاشیب، مشتان، سرتنگ، پست آب، لوخیستان، پریانی ها، تګاب ترشت، پس قله، ویروف، یسکان، خاناقا، در حولي، سر شخ، پاپانی او قوندوز کلي له یو بل سره ونښلي چې په ترڅ کې به یې د یادو کلیو اوسیدونکې روغتیایي او زده کړو مرکزونو ته په اسانۍ لاس رسی ولري.

د دې تر څنګ به ترانسپورټي ستونزي هواري او مارکیټونو ته به پر وخت د کرنیزو توکو په لیږد کې مرسته وکړي.

د ټولګټو وزارت - کابل

.

2 years 1 month ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS