د کلیو د لار جوړونې ملي پروګرام ټولګټو وزارت ته انتقال شو.

mopw_admin
Mon, Mar 15 2021 8:44 AM
د کلیو د لار جوړونې ملي پروګرام ټولګټو وزارت ته انتقال شو.

د کلیو د لار جوړونې ملي پروګرام ټولګټو وزارت ته انتقال شو.

د کب ۲۴، ۱۳۹۹

د هیواد  د جلالتمآب ولسمشر د حکم پر اساس د کلیو د لار جوړونې ملي پروګرام (NRAP) د کلیو د بیا رغونې او پراختیا له وزارت څخه ټولګټو وزارت ته انتقال شو.

دا پروګرام چې وړاندې تر دې دواړو وزارتونو په ګډه توګه پر مخ وړلو له دې وروسته به یې ټولګټو وزارت رهبري کوي چې پر مهال به یې ډېرې پروژې په کلیوالي سیمو کې پلي شي.

د ټولګټو وزیر انجنیر نجیب الله یمين د دې پروګرام له مسؤلینو سره په لیدنه کې هغوی ته ښه راغلاست ووایه او غوښتنه یې ترې وکړه چې د ټولو لپاره باید اجنډا افغانستان جوړونه وي او له هر ډول فساد څخه په پاکې روحیې باید چارې پر مخ یوسي.

ښاغلي وزیر د انرپ پروګرام مهم وباله او په هغه کې یې په کار پوه او مسلکي کسان په نښه کړل چې باید چارې یې پر مخ یوسي.

د ټولګټو وزیر زیاته کړه له پلان سره سم به یو تخنیکي انسټیټیوټ جوړ کړي چې په هغه کې به له تخنیکي پلوه د لابراتوار، ډيزاین سروې او نورو اړینو برخو لپاره بشري ځواک وروزل شي.

په ورته مهال د کلیو د لار جوړنې ملي پروګرام مسؤلینو هم خوښي څرګنده کړه چې د رهبرۍ بشپړ ملاتړ له ځان سره لري او ډاډ یې ورکړ چې په بشپړې رښتینولۍ به چارې پر مخ وړي.

.

7 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS