د هیواد د لویو لارو او سړکونو د وضعیت څرنګوالی

Anonymous (not verified)
Mon, Feb 07 2022 12:57 PM
د هیواد د لویو لارو او سړکونو د وضعیت څرنګوالی

د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو د راپورونو په اساس د هیواد د لویو لارو او سړکونو وضعیت په لاندې ډول دی:

غزنی: هوا لمر ده، د ناور او مالستان ولسوالیو لارې د واورې د ډیر اورښت له کبله بندې شوې دي، چې د پرانیستلو کار یې په چټکۍ سره دوام لري.

میدان وردګ: آسمان صاف ده، د اوني کوتل او د بهسودو دویمه حصه لارې چې بندې شوې وې اوس مهال یې د پاکولو کار دوام لري.

سرپل: هوا وریېځ ده، د بلخاب ولسوالۍ له غځېدلي لارې پرته د دې ولایت نورې لارې پرانیستې دي.

بدخشان: په دې ولایت کې هوا وریېځ ده، د کوهستان، یاوان او راغستان ولسوالیو غځېدلي لارې د ترافیکو پرمخ بندې دي، نورې لارې پرانیستې دي.

دایکنډي: هوا لمر ده، د میرامور – چهارصدخانې، اشترلي – ګرګي سیمې د بندو لارو تر څنګ د سنګتخت او بندر ولسوالیو د غځېدلو بندو لارو د پاکولو کار دوام لري.

د سالنګ لویه لار: د سالنګ لویه لار چې تیره ورځ د ترافیکو پرمخ بنده شوې وه، اوس مهال د وړو موټرو پرمخ پرانیستې ده او د ځنځیر ( چاین) په تړلو سره په دې لویه لار تګ راتګ کولی شي.

همدارنګه د هیواد په ځینو ولایتونو کې هوا وریېځ ده، خو ټولي غځېدلي لارې یې د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې دي.

.

3 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS