د ټولګټو وزارت یوه پلاوي د کابل – غزني دویم لین سړک له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
Wed, Nov 12 2025 1:26 PM
د ټولګټو وزارت یوه پلاوي د کابل – غزني دویم لین سړک له کاري بهیر څخه  لیدنه وکړه

د ټولگټو وزارت د وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د هدایت پر اساس د یاد وزارت د قوای کار رئیس محترم مولوي کفایت الله حق شناس او د ترانسپورت او میخانیکي چارو د تنظیم رئیس محترم مولوي سعد الدين معتصم باالله، چې یوه تخنیکي پلاوې یې هم ملتیا کوله د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین سړک له کاري بهیر څخه له نږدي لیدنه وکړه.

یاد پلاوي د دغه سړک دریو برخو د کاري بهیر ارزونه وکړه او د پروژې د تطبیق کوونکو ټیمونو او قراردادي شرکتونو ترسره شوې چارې یې وستایلې او هغوی ته یې لارښوونه وکړه چې دیادې پروژې چارې دې  په ټاکلي وخت او غوره کیفیت ترسره کړي او له  ارزونې وروسته یې د یاد سړک د کاري بهیر راپور د ټولګټو وزارت محترم مقام سره شریک کړ.

 دا په داسې حال کې ده، چې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل - غزني لویې لارې اقتصادي او ټرانزيټي اهمیت ته په کتو او د پخواني لین سړک څخه د ګڼې ګوڼې د راکمېدو او ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د یاد سرک رغنیزې چارې په بېلا بېلو برخو کې پیل کړې وې، چې دا مهال له مختلفو فزیکي پرمختګونو سره جریان لري.

.

2 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS