د نورستان ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې د ۳۰۰ متره استنادي دېوال رغونې چارې د ۷.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د نورستان ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې د ۳۰۰ متره استنادي دېوال رغونې چارې د ۷.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې او د یولړ مراسمو په ترڅ کې، چې د نورستان ولایت والي محترم الحاج قاري زین العابدین عابد، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس الحاج مولوي احمد نبي، یوشمېر سیمه ییزو مسؤلانو او قومي مخورو پکې ګډون کړی و ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادې پروژې رغنیزي چارې څلور میاشتې مخکې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې وې چې دا مهال بشپړې شوې.
استنادي دېوالونه د سرکونو یوه مهمه او حیاتي برخه ده، چې د مسیر د امنیت او پایښت په تأمین کې اساسي رول لري؛ دا دېوالونو د خاورې د شیبونو په مهار کولو، د ډبرو د رالوېدو او د ځمکې د فشار په کنترول سره د سرک د تخریب مخنیوی کوي، د دغه ډول دېوالونو جوړول نه یوازې د احتمالي زیانونو مخه نیسي، بلکې د سرک عمر زیاتوي او د وسایطو لپاره د خوندي او دوامداره تګ راتګ زمینه برابروي.
