د نورستان ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې د ۳۰۰ متره استنادي دېوال رغونې چارې د ۷.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۹:۱۱
د نورستان ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې د ۳۰۰ متره استنادي دېوال رغونې چارې د ۷.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د نورستان ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې د ۳۰۰ متره استنادي دېوال رغونې چارې د ۷.۹  میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې او د یولړ مراسمو په ترڅ کې، چې د نورستان ولایت والي محترم الحاج قاري زین العابدین عابد، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس الحاج مولوي احمد نبي، یوشمېر سیمه ییزو مسؤلانو او قومي مخورو پکې ګډون کړی و ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادې پروژې رغنیزي چارې څلور میاشتې مخکې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې وې چې دا مهال بشپړې شوې.

استنادي دېوالونه د سرکونو یوه مهمه او حیاتي برخه ده، چې د مسیر د امنیت او پایښت په تأمین کې اساسي رول لري؛ دا دېوالونو د خاورې د شیبونو په مهار کولو، د ډبرو د رالوېدو او د ځمکې د فشار په کنترول سره د سرک د تخریب مخنیوی کوي، د دغه ډول دېوالونو جوړول نه یوازې د احتمالي زیانونو مخه نیسي، بلکې د سرک عمر زیاتوي او د وسایطو لپاره د خوندي او دوامداره تګ ‌راتګ زمینه برابروي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۵۴
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه غار -دشت قلعې ۱۷ کیلومتره سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال جریان لري

د تخار ولایت د خواجه غار – دشت قلعې  ولسوالۍ د ۱۷ کیلومتره سړک د جوړولو  پروژه د څه باندې ۶۵۸ میلیونه او ۵۹۴ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین - ینګي قلعه ولسوالۍ د سرک جوړولو پروژه جریان لري

د تخار ولایت د خواجه بهاالدین – ینګي قلعې  ولسوالۍ د سړک جوړولو پروژه چې ۲۸.۶ کیلومتره اوږدوالۍ لري او د څه باندې ۹۰۱ میلیونه ۶۰۳ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۱۴
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین معرفي شو

محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم پر بنسټ، د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین په توګه ټاکل شوی او د ټولګټو وزارت د محترم وزیر. . .

BACK TO NEWS