د هېواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت
د تېرو څو ورځو دوامداره بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله په ځینو ولایتونو کې د مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو په تګ راتګ کې ستونزې رامنځته شوې دي.
د سمنګان ولایت د دره صوف – بلخ او ایبک – روی دوآب مسیر، په بغلان ولایت کې د کابل–شمال عمومي مسیر او په پکتیا ولایت کې د ګردیز– خوست مسیر د ورستیو بارانونو او سېلابونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوي وو، چې د ټولګټو وزارت اړوند ولایتي ریاستونو د شپه او ورځې هڅو په پایله کې د ایبک – روی دوآب مسیر پرته نورې ټولې لارې د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې.
په سالنګونو کې له تېرې ورځې راهیسې په وقفه یې ډول د واورې اورښت جریان لري، اوس مهال یاده لویه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه ده او د سالنګونو ریاست پرسونل له لوري د وسایطو خوندیتوب او هوسا تګ راتګ په موخه پر دغه لار د رېګ او مالګې پاشلو چارې جریان لري.
همدارنګه، د ټولګټو وزارت د عملیاتي ټیمونو له لوري د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د تخریب شویو سړکونو، پلونو او پلچکونو ترمیم او بیا رغونې چارې هم روانې دي.
د یادونې وړ ده، چې په نورستان ولایت کې د پیروک کوتل مسیر له تېرو څو ورځې راهیسې د برف کوچ له امله بند شوی دی، چې د نورستان ټولګټو ریاست عملیاتي ټیم له لوري د دفاع وزارت په همکارۍ د یاد مسیر د پاککارۍ او پرانستلو چارې په چټکۍ سره جریان لري.
