د هېواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت

kalim_admin
د هېواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت

د  تېرو څو ورځو دوامداره بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله په ځینو ولایتونو کې د مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو په تګ راتګ کې ستونزې رامنځته شوې دي.

د سمنګان ولایت د دره‌ صوف بلخ او ایبک – روی دوآب مسیر، په بغلان ولایت کې د کابل–شمال عمومي مسیر او په  پکتیا ولایت کې د ګردیز– خوست مسیر د ورستیو بارانونو او سېلابونو له امله  د ترافیکو پر مخ تړل شوي وو، چې د ټولګټو وزارت اړوند ولایتي ریاستونو د شپه او ورځې هڅو په پایله کې د ایبک روی دوآب مسیر پرته نورې ټولې لارې د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې.

په سالنګونو کې له تېرې ورځې راهیسې په وقفه یې ډول د واورې اورښت جریان لري، اوس مهال یاده لویه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه ده او د سالنګونو ریاست پرسونل له لوري د وسایطو خوندیتوب او هوسا تګ راتګ په موخه پر دغه لار د رېګ او مالګې پاشلو چارې جریان لري.

همدارنګه، د ټولګټو وزارت د عملیاتي ټیمونو له لوري د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د تخریب شویو سړکونو، پلونو او پلچکونو ترمیم او بیا رغونې چارې هم روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې په نورستان ولایت کې د پیروک کوتل مسیر له تېرو څو ورځې راهیسې د برف کوچ له امله بند شوی دی، چې د نورستان ټولګټو ریاست عملیاتي ټیم له لوري د دفاع وزارت په همکارۍ د یاد مسیر د پاککارۍ او پرانستلو چارې په چټکۍ سره جریان لري.

...

7 میاشتې ۱ اونی ago

...

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۵
Background image

د هېواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت

د  تېرو څو ورځو دوامداره بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله په ځینو ولایتونو کې د مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو په تګ راتګ کې ستونزې رامنځته شوې دي.

د سمنګان ولایت د دره‌ صوف . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۵۰
Background image

د هېواد د لویو لارو او سړکونو وضعیت

په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ځینې لویې لارې او نښلوونکي مسیرونه د پرله‌پسې بارانونو او د سېلابونو د راوتلو له امله په موقتي ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوي وو.

د کابل . . .

Back to announcements