د ارزګان ولایت د دهراود، چورې او چنارتو ولسوالیو د سړکونو د ترمیم او داغګیرۍ پروژه د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

kalim_admin
Sat, Jul 18 2026 10:42 AM
د ارزګان ولایت د دهراود، چورې او چنارتو ولسوالیو د سړکونو د ترمیم او داغګیرۍ پروژه د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د ترینکوټ دهراود ولسوالۍ د ۲۰ کیلومتره، ترینکوټ چورې ولسوالۍ د ۴۲ کیلومتره او ترینکوټ چنارتو ولسوالۍ د ۱۷ کیلومتره سړکونو د ترمیم او داغګیرۍ چارې، د ټولټال ۱۸ میلیونه او ۴۹۴ زره افغانیو په ارزښت، له یوه ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره قرارداد شوې دي او دا مهال د ۸۰ سلنه فزیکي پرمختګ سره عملاً جریان لري.

د یادو مسیرونو په اوږدو کې د ۵ پایو پلګوټو، ۴۷۰ مترو استنادي دېوالونو او ۳۳۰ مترو معبرو (واشونو) د ترمیم او داغګیرۍ چارې هم شاملې دي، چې په اساسي ډول به ترمیم او ورغول شي.

د دهراود، چورې او چنارتو ولسوالیو د سړکونو ترمیم او داغګیري د یادو ولسوالیو د ترانسپورتي وضعیت په ښه والي، د خلکو د تګ راتګ په اسانتیا او د هېوادوالو په خوندیتوب کې مهم رول لري. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د یادو ولسوالیو اوسېدونکو ته د روغتیايي او تعلیمي مرکزونو او بازارونو ته د لاسرسي لا زیاته زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده، چې د ترینکوت - چورې مسیر یو عمومي مسیر دی چې د کندهار او دایکندي ولایتونه له ارزګان ولایت سره نښلوي.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د ساتنې او څارنې د پروژو په پلي کولو سره، د ترانسپورتي زیربناوو د لا زیات تخریب د مخنیوي ترڅنګ، د دغو ملي شتمنیو د ساتنې او هېوادوالو ته د خوندي او معیاري ترانسپورتي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره هڅې کوي.

.

10 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS