د ارزګان ولایت د دهراود، چورې او چنارتو ولسوالیو د سړکونو د ترمیم او داغګیرۍ پروژه د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۰:۴۲
د ارزګان ولایت د دهراود، چورې او چنارتو ولسوالیو د سړکونو د ترمیم او داغګیرۍ پروژه د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د ترینکوټ – دهراود ولسوالۍ د ۲۰ کیلومتره، ترینکوټ – چورې ولسوالۍ د ۴۲ کیلومتره او ترینکوټ – چنارتو ولسوالۍ د ۱۷ کیلومتره سړکونو د ترمیم او داغګیرۍ چارې، د ټولټال ۱۸ میلیونه او ۴۹۴ زره افغانیو په ارزښت، له یوه ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره قرارداد شوې دي او دا مهال د ۸۰ سلنه فزیکي پرمختګ سره عملاً جریان لري.

د یادو مسیرونو په اوږدو کې د ۵ پایو پلګوټو، ۴۷۰ مترو استنادي دېوالونو او ۳۳۰ مترو معبرو (واشونو) د ترمیم او داغګیرۍ چارې هم شاملې دي، چې په اساسي ډول به ترمیم او ورغول شي.

د دهراود، چورې او چنارتو ولسوالیو د سړکونو ترمیم او داغګیري د یادو ولسوالیو د ترانسپورتي وضعیت په ښه والي، د خلکو د تګ راتګ په اسانتیا او د هېوادوالو په خوندیتوب کې مهم رول لري. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د یادو ولسوالیو اوسېدونکو ته د روغتیايي او تعلیمي مرکزونو او بازارونو ته د لاسرسي لا زیاته زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده، چې د ترینکوت - چورې مسیر یو عمومي مسیر دی چې د کندهار او دایکندي ولایتونه له ارزګان ولایت سره نښلوي.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د ساتنې او څارنې د پروژو په پلي کولو سره، د ترانسپورتي زیربناوو د لا زیات تخریب د مخنیوي ترڅنګ، د دغو ملي شتمنیو د ساتنې او هېوادوالو ته د خوندي او معیاري ترانسپورتي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره هڅې کوي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۵۷
Background image

د بامیان–دایکندي سړک د ترمیم او جغل اچونې چارې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بامیان–دایکندي مسیر د ۵۷ کیلومتره سړک د ترمیم او جغل اچونې چارې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې تېره ورځ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د ۵ کیلومتره سړک د اساسي بیارغوونې چارې د څه باندې ۲۷.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري په کاپیسا ولایت کې د صیاد پل څخه تر ګلدان چوک پورې د ۵ کیلومتره سړک د بیارغوونې چارې د ۲۷ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانیو په ارزښت د خصوصي سکټور سره قرارداد او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۵۴
Background image

د پنجشېر ولایت عمومي سړک د داغګیرۍ چارې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د پنجشېر ولایت عمومي سړک د ترمیم چارې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد او د پنجشیر ولایت د والي محترم الحاج حافظ محمد آغا حکیم، د. . .

BACK TO NEWS