د کابل حلقوي سړک د لومړي فاز د مالکیت حق تثبیت لړۍ بشپړه شوه

Anonymous (not verified)
Wed, Apr 21 2021 9:06 AM
 کابل حلقوي سړک د لومړي فاز د مالکیت حق تثبیت لړۍ بشپړه شوه

 

د ښار جوړلو او ځمکو وزارت تازه په یو خبر پاڼه کې ویلي؛ چې د کابل ښار د کړییز سړک په مسیر کې د مالکیت حق د تثبت پروسه بشپړه شوي او د یادې پروژې استملاکي اسناد یې کابل ښاروالۍ ته لیږلي.

د یاد کړییز سړک لومړی لاټ د ۲۲ کیلومترو په اوږدوالی له ارغندۍ چوک څخه پیل او د د شت برچې، امید سبز شهرک، قلعه مسلم، دوغ آباد او فتوح کلا سیمو څخه تیریږې او تر سنګ نوشته سیمې پورې رسیږي چې د مالکیت حق د تثبت پروسه یې بشپړه شوي.

د کابل کړییز سړک چې ۱۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري په څلورو برخو (لاټونو) ویشل شوی چې د کابل څلور واړه دروازې سره نښلوي، یاده پروژه د افغانستان دولت له لومړیتوبونو څخه ده چې له پلي کیدو سره به یې په کابل ښار کې د ټرافیکو جریان منظم او همدارنګه د لوړ تناژ یا باروړنکي موټر بې له دې چې کابل ښار ته ننوځي پر یاد مسیر به تیریږي.

د یادونې وړ ده چې، د یاد سړک د استملاک چارې د کابل ښاروالۍ دنده ده چې له بشپړیدو ورسته به یې د ټولګټو وزارت رغنیزې چارې پیل کړي.

ټولګټو وزارت ـ کابل

 

.

4 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS