داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ترانسپورټ او میخانیکي تنظیم ریاست د اړتیا وړ د ۲۶ قلمه غوړیو او فلټرونو د تدارک او پېرودلو پروژه

kalim_admin
اعلان دعوت به داوطلبی- پروژه تهیه وخـریداری 26 قلـــــم روغنیات و فلتر باب مورد ضرورت ریاست تنظیم ترانسپورت و میخانیکی بابت سال مالـی 1405

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ترانسپورټ او میخانیکي تنظیم ریاست د اړتیا وړ د ۲۶ قلمه غوړیو او فلټرونو د تدارک او پېرودلو پروژې( د مؤجل مطلق بیع د قرارداد له مخې) د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، چې د (MOPW/1405/G-33 /NCB )تشخصیه شمېرې لرونکې ده، ګډونوال کولای شي د شرطپاڼې له شرایطو سره سم، له اعلان وروسته خپل مهر او بند شوي آفرونه وسپاري.

د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته:

د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو آمریت، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت په ساحه کې، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، شرطپاڼه د فلش، مېمورۍ له لارې ترلاسه کړئ.

د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه:

آفرونه به د ۱۴۰۵/۴/۳۱نېټې، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو وسپارل شي، چې دا د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه او ضرب‌الاجل دی. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر پرانیستلو وخت:

۱۴۰۵/۴/۳۱نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو

د آفر پرانیستلو ځای:

ټولګټو وزارت.

یادونه:که چېرې د روان ۱۴۰۵ کال د ۳۱/۴ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې ټاکلي وخت او هماغه ځای کې چې په دې مکتوب کې ذکر شوی، ترسره شي.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۱۶
Background image

د ټولګټو وزارت د عامه پروژو د مالي تمویل په اړه د پروپوزلونو وړاندې کولو بلنه

د سوداګریزو بانکونو له لارې د عامه پروژو د تمویل د میکانېزم پر اساس د عامه پروژو د مالي تمویل د زمینې برابرولو د زیربنایي پروژو د پلي کېدو بهیر د چټکتیا او د هېواد د سوداګریزو بانکونو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د آقینې – اندخوی د اوسپنې پټلۍ لپاره د دوو بابو امنیتي بیسونو د جوړولو پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د آقینې – اندخوی د اوسپنې پټلۍ لپاره د دوو بابو امنیتي بیسونو د جوړولو د پروژې د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۴:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا – د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ د عوایدو ریاست د اړتیا وړ ۱۷ قلمه البسه‌ بابو د تدارک او چمتو کولو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ د عوایدو ریاست د اړتیا وړ ۱۷ قلمه البسه‌ بابو د تدارک او چمتو کولو د . . .

Back to tenders