داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا:

ashraf_admin
داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا:

Publish Date

Closing Date

د کابل - کندهار لویې لارې په اوږدو کې د نوي کلي پُل د بیارغونې پروژه:
 ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د نوي کلي پله د بیا رغونې په پروژه کې ګډون وکړي؛ چې د تشخیصیې نمبر یې (MOPW/1402/W-005/NCB) دی، داوطلب کسان دې خپل تړل شوي آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو په پام کې نیولو سره د قانون او د تدارکاتو د طرزالعمل مطابق د ۱۴۰۲ کال د جوزا میاشتې تر ۲۳مې نیټې د ماسپښین تر 03:09 پورې وړاندې کړي.
د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت سړک، د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ترڅنګ، د تدارکاتو ریاست، ټولګټو وزارت ـ کابل ـ افغانستان، د سهار له 08:00 – د ماسپښین تر 04:00 بجو پورې، چې د فلش په واسطه یې ترلاسه کولای شئ. 
 د آفرونو د تسلیمۍ نېټه د ۱۴۰۲ کال د جوزا میاشتې ۲۳مه، د سه شنبې ورځ ماسپښین 03:09 بجې، چې دغه د آفرونو د تسلیمۍ وروستۍ نېټه ده؛ ځنډېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي، د دغې پروژې د آفرونو د تسلیم(300,000 AFN) درې سوه زره افغانۍ د بانکي تضمین په توګه دي، چې شرایط یې د داوطلبۍ د معلوماتو په صفحه کې ذکر شوي دي.
د آفر پرانیستلو وخت: د ۱۴۰۲، جوزا ۲۳مه، د سه شنبې ورځ، د ماسپښین 03:09 بجې.
ادرس: ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت سړک، د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ترڅنګ، د تدارکاتو ریاست، ټولګټو وزارت ـ کابل ـ افغانستان.
نوټ: که د شرطپاڼې او د داوطلبۍ د اعلان په متن کې توپیر شتون ولري د شرطپاڼې متن د اعتبار وړ دی.

...

2 کلونه ۱ میاشت ago

...

...

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا-د لغمان ولایت د مهترلام بابا ښار د حلقوي سړک په غاړه د علیشنګ سیند باندې د نوي زیارت د پل جوړولو د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

د ټولګټو وزارت  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو  ته بلنه ور کوی ؛ ترڅو د لغمان ولایت د مهترلام بابا ښار د حلقوي سړک په غاړه د علیشنګ سیند باندې د نوي زیارت د پل جوړولو پروژه په قرارداد . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۴۳
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د غزنی ولایت د اندړو ولسوالۍ د مستوفي بازار د نورالمدارس مدرسې ۳.۱۷۰ کیلومتره د سړک د ترمیمولو د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

 د ټولګټو وزارت  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو  ته بلنه ور کوی ؛ ترڅو د غزنی ولایت د اندړو ولسوالۍ د مستوفي بازار د نورالمدارس مدرسې ۳.۱۷۰ کیلومتره  د سړک د ترمیمولو  پروژه په قرارداد . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۴:۳
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د تور کوتل د ترازو او د کندهار ولایت د هوايي ډګر د دوو بشپړو کمپلیکسونو د جوړولو د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

د ټولګټو وزارت  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو  ته بلنه ور کوی ؛ ترڅو د تور کوتل د ترازو او د کندهار ولایت د هوايي ډګر د دوو بشپړو کمپلیکسونو د جوړولوپروژه په قرارداد ورکړي، د شرطپاڼې . . .

Back to tenders