داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا:

ashraf_admin
داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا:

Publish Date

Closing Date

د کابل - کندهار لویې لارې په اوږدو کې د نوي کلي پُل د بیارغونې پروژه:
 ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د نوي کلي پله د بیا رغونې په پروژه کې ګډون وکړي؛ چې د تشخیصیې نمبر یې (MOPW/1402/W-005/NCB) دی، داوطلب کسان دې خپل تړل شوي آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو په پام کې نیولو سره د قانون او د تدارکاتو د طرزالعمل مطابق د ۱۴۰۲ کال د جوزا میاشتې تر ۲۳مې نیټې د ماسپښین تر 03:09 پورې وړاندې کړي.
د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت سړک، د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ترڅنګ، د تدارکاتو ریاست، ټولګټو وزارت ـ کابل ـ افغانستان، د سهار له 08:00 – د ماسپښین تر 04:00 بجو پورې، چې د فلش په واسطه یې ترلاسه کولای شئ. 
 د آفرونو د تسلیمۍ نېټه د ۱۴۰۲ کال د جوزا میاشتې ۲۳مه، د سه شنبې ورځ ماسپښین 03:09 بجې، چې دغه د آفرونو د تسلیمۍ وروستۍ نېټه ده؛ ځنډېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي، د دغې پروژې د آفرونو د تسلیم(300,000 AFN) درې سوه زره افغانۍ د بانکي تضمین په توګه دي، چې شرایط یې د داوطلبۍ د معلوماتو په صفحه کې ذکر شوي دي.
د آفر پرانیستلو وخت: د ۱۴۰۲، جوزا ۲۳مه، د سه شنبې ورځ، د ماسپښین 03:09 بجې.
ادرس: ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت سړک، د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ترڅنګ، د تدارکاتو ریاست، ټولګټو وزارت ـ کابل ـ افغانستان.
نوټ: که د شرطپاڼې او د داوطلبۍ د اعلان په متن کې توپیر شتون ولري د شرطپاڼې متن د اعتبار وړ دی.

11 months 2 weeks ago

.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۵۰
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی – پروژه داغگیری مسیر شاهراه عمومی ایبک - پلخمری

وزارت فواید عامه از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت مینماید تا در پروسه داوطلبی (پروژه داغگیری مسیر شاهراه عمومی ایبک - پلخمری) اشتراک نموده و سافت کاپی شرطنامه و اسناد تخنیکی را از ویب . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۸
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی – پروژه ترمیم و بازسازی سرک عمومی دوراهی بنگی الی ولسوالی اشکمش

وزارت فواید عامه از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت مینماید تا در پروسه داوطلبی (پروژه ترمیم و بازسازی سرک عمومی دوراهی بنگی الی ولسوالی اشکمش) اشتراک نموده و سافت کاپی شرطنامه و اسناد . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۲
Background image

اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد – پروژه نصب گارد ریل ها در مسیر شاهراه عمومی جبل السراج الی سروبی از تپه احمد بیگ الی سروبی

بدینوسیله مطابق اصول تدارکات به اطلاع عموم رسانیده میشود، وزارت فواید عامه در نظر دارد قرارداد  پروژه نصب گارد ریل ها در مسیر شاهراه عمومی جبل السراج الی سروبی( از تپه احمد بیگ الی . . .

Back to tenders