داوطلبۍ ته د بیا ځلې بلنې خبرتیا - د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ګرِشک – هلمند د ټولپلازې د اړتیا وړ ۳۵۰۰ لېتره ډیزلي تېلو او ۳۵۰۰ لېتره پټرولو د تدارک او چمتو کولو پروژه
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ګرِشک – هلمند د ټولپلازې د اړتیا وړ ۳۵۰۰ لېتره ډیزلي تېلو او ۳۵۰۰ لېتره پټرولو د تدارک او چمتو کولو پروژه د (بیع بالتقسیط) له مخې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، چې د MOPW/1405/G-67/NCB-RBD تشخصیه شمېرې لرونکې ده، ګډونوال کولای شي د شرطپاڼې له شرایطو سره سم له اعلان وروسته خپل مهر او بند شوي آفرونه وسپاري.
د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته: د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو آمریت، چې د صدارت څلورلارې د پخواني کورنیو چارو وزارت په ساحه کې د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، شرطپاڼه د فلش، مېمورۍ له لارې ترلاسه کړئ، همدارنګه تاسو کولای شې چې شرطپاڼه د ملي تدارکاتو محترم ریاست له ویب پاڼې هم تر لاسه کړئ.
د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه: آفرونه به د ۱۴۰۵/۷/۱۵نېټې، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو وسپارل شي، چې دا د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه او ضربالاجل دی. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر پرانیستلو وخت: ۱۴۰۵/۷/۱۵نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو
د آفر پرانیستلو ځای:ټولګټو وزارت.
یادونه:که چېرې د روان ۱۴۰۵ کال د ۱۵/۷ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې ټاکلي وخت او هماغه ځای کې چې په دې مکتوب کې ذکر شوی، ترسره شي.
