د ایبک – پلخمری لویې لارې د ترمیم او بیا رغونې کار د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۴:۴۲
د ایبک – پلخمری لویې لارې د ترمیم او بیا رغونې کار د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شو

د ایبک – پلخمري لویې لارې د ترمیم او بیا رغونې کار د سمنګان ولایت د والي محترم الحاج عبدالاحد فضلی، د یاد ولایت د ټولګټو درئیس ملا انجنیر رئیس آغا او د دغه ولایت د ځینو نورو سیه اییزو مسؤولینو په شتون کې رسماً پیل شو.

د ایبک ۔ پلخمري دغه برخه ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د ترمیم او بیا رغونې کار یې د ټولګټو وزارت او آریا رسولي ودانیز او سړک جوړنې شرکت ترمنځ د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت سره قرارداد شوی دی.

د یادې پروژې د کار په جریان کې به د سیمې یوشمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې د خلکو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.
 

...

9 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د ټولګټو وزیر د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد جنوب لوېدیځ زون ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، په یادو ولایتونو کې د یو شمېر بنسټیزو پروژو له ارزونې او لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د جلال آباد - تورخم سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال عملاً جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د جلال آباد - تورخم  لویې لارې دویم لین سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې وې، چې دا مهال يې  کار عملاً جریان لري.

یاده پروژه ۷۳ کیلوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د ټولګټو وزیر د میل ۷۸ ابو النصر فراهي سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر په دوام د فراه ولایت د میل ۷۸ ابو نصر فراهي سړک د رغنیزو چارو له جریان. . .

BACK TO NEWS