د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ۱۲ کیلومتره سړک د ترمیم کار په چټکۍ سره دوام لري
د ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ۱۲ کیلومتره سړک د پُرکاري، هموارکاري او چغل اچونې کار مخ پر وړاندې روان دی.
دا سړک، چې د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ اړوند دی، د فاریاب ولایت پر لور غځېدلی او د حلقوي سړک یوه برخه ده.
د یاد سړک د پُرکاري، همواري او چغل اوچونې کار د بادغیس ولایت د ټولګټو ریاست د ماشینري او تخنیکي پرسونل لخوا پرمخ وړل کیږي، چې دا مهال یې چارې په تېزۍ سره روانې دي.