د بدخشان - تخار لویې لارې د ترمیم چارې د ټولګټو وزارت له لوري جریان لري
د بدخشان - تخار لویې لارې د ترمیم چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي او اوس مهال په منظم ډول جریان لري.
په دې پروژه کې د سړک د فرش تخریب شويو برخو، د پلګوټو او استنادي دېوالونو ترمیم چارې شاملې دي، چې اوس مهال د دې مسیر په بېلابېلو برخو کې د یوه پایه پل د جوړولو، د پلګوټو د ترمیم، د استنادي دېوالونو د جوړولو، د واشونو د ترمیم او د سړک د فرش تخریب شويو برخو د سیلینګکارۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د یادونې وړ ده، چې ټولګټو وزارت د ترمیماتي پروژو ترڅنګ، په دغه ولایت کې د یو شمېر پراختیايي پروژو چارې هم پیل کړې دي.
