د بغلان ولایت اړوند د بوغابي کوتل د سړک د سیخ لرونکي کانکریټ اچولو کار د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ او کټي اخیستنې ته وسپارل شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۰:۵۰
د بغلان ولایت اړوند د بوغابي کوتل د سړک د سیخ لرونکي کانکریټ اچولو کار د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ او کټي اخیستنې ته وسپارل شو

 د ټولګتو ووزارت لخوا د بغلان ولایت اړوند، بوغابي کوتل د سړک  کار ۷۲ میلونه افغانیو په ارزښت د بغلان ولایت محترم والی، د یاد ولایت د ټولګتو ریاست رئیس او یو شمیر سیمه اییزو مسؤلینو په شتون کې بشپړي او ګټي اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه سړک  چې ۲.۱ کیلومتر اوږدوالی او ۹ متره په پلنوالی لري د سیخ لرونکي کانکریټ اچولو کاریې په دوو لاټونو کې د ټولګټو وزارت او یو خصوصي شرکت ترمنځ د قرارداد شوی و چې دا مهال یې چارې سل سلنه بشپړې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د یاد سړک په بیا رغېدو د سیمې خلک خوښ دي او ترانسپورتي ستونزې یې د پخوا په پرتله هوارې شوې دي.
 

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۸:۳۹
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د دایکندي، غزني، کندز او میدان وردګ ولایتونو له یو شمېر مسئولینو او قومي مخورو سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج مولوي محمداسماعیل غزنوي، د دایکندي ولایت د والي محترم مولوي تورجان احمدي، د غزني ولایت د علماوو شورا رئیس، د کندز ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۵۴
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه غار -دشت قلعې ۱۷ کیلومتره سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال جریان لري

د تخار ولایت د خواجه غار – دشت قلعې  ولسوالۍ د ۱۷ کیلومتره سړک د جوړولو  پروژه د څه باندې ۶۵۸ میلیونه او ۵۹۴ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین - ینګي قلعه ولسوالۍ د سرک جوړولو پروژه جریان لري

د تخار ولایت د خواجه بهاالدین – ینګي قلعې  ولسوالۍ د سړک جوړولو پروژه چې ۲۸.۶ کیلومتره اوږدوالۍ لري او د څه باندې ۹۰۱ میلیونه ۶۰۳ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي. . .

BACK TO NEWS