د بلخ – جوزجان لویې لارې د ۵۵ کیلو متره سړک د داغګیري کار پیل شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۴ - ۹:۱۸
د بلخ – جوزجان لویې لارې د ۵۵ کیلو متره سړک د داغګیري کار پیل شو

د ټولګتو وزارت لخوا، د بلخ – جوزجان لویې لارې د ۵۵ کیلومتره سړک د ویجاړو برخو د داغګیرۍ او څلورو تلو ته د غځېدلي سړکونو د کانکریټ اچونې کار د دغه ولایت د مرستیال والي او یو شمېر نورو سیمه اییزو مسؤولینو په حضور کې پیل شو. د یادې ترمیماتي پروژې کار د ټولګټو وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوی، چې تر راتلونکي څلورو میاشتو پورې به یې چارې بشپړي شي. د دغې پروژې د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او له بشپړېدو سره به یې، د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي. ٫٫٫

...

9 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د ټولګټو وزیر د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد جنوب لوېدیځ زون ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، په یادو ولایتونو کې د یو شمېر بنسټیزو پروژو له ارزونې او لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د جلال آباد - تورخم سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال عملاً جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د جلال آباد - تورخم  لویې لارې دویم لین سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې وې، چې دا مهال يې  کار عملاً جریان لري.

یاده پروژه ۷۳ کیلوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د ټولګټو وزیر د میل ۷۸ ابو النصر فراهي سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر په دوام د فراه ولایت د میل ۷۸ ابو نصر فراهي سړک د رغنیزو چارو له جریان. . .

BACK TO NEWS