د تخار د ماورای کوکچه سړک رغنیز کار دوام لري 

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۱۴:۲۹
د تخار د ماورای کوکچه سړک رغنیز کار دوام لري 


د تخار ولایت د ماورای کوکچه سړک چې ټولټال ۱۴۴ کیلومتره اوږدوالی لري، د آی خانم بندر د بهارک، خواجه غار، دشت کلا، خواجه بهاوالدین، ینګی کلا او چاه آب ولسوالۍ له لارې د تخار ولایت له مرکز تالقانو ښار سره نښلوي.
دا سړک چې په شپږو برخو ویشل شوی، چې اوس مهال یې څلور برخې تر رغونې لاندې دي او پاته دوه برخې یې د ټولګټو وزارت په راتلونکې پلان کې شامل دي.


د یاد سړک لومړی برخه د خواجه غار او دشت کلا ولسوالیو ترمنځ غځېدلی چې ۱۷ کیلومتره اوږدوالی، ۷.۲ متره پلنوالی، ۱۴ پایې پلګوټي لري چې تر دې مهاله يې رغنیز کار ۲۱.۴۰ سلنه پرمختګ لري.


دوم لاټ یې، له دشت کلا ولسوالۍ څخه پیل تر خواجه غار ولسوالۍ پورې غځیدلی چې ۲۲.۷ کیلومتره اوږدوالی، ۷.۲ متره پلنوالی لري او تر اوس مهاله يې د جوړونې کار ۲۹.۹ سلنه کاري پرمختګ لري.


دریم لاټ یې، له خواجه بهاوالدین ولسوالۍ څخه تر ینګي کلا ولسوالۍ پورې غځیدلی چې ۲۸.۶۱۵ کیلومتره اوږدوالی او له ۷.۲ تر ۲۰ مترو پوري پلنوالي لري او تر دې مهاله یې د جوړلو کار ۴۹.۴ سلنه بشپړ شوی.


همدارنګه د یاد سړک څلورم لاټ، له ینګي کلا ولسوالۍ څخه پیل تر چآه اب ولسوالۍ پورې د ۲۷.۰۳۶ کیلومترو په اوږدوالي سره غځیدلی چې ۷.۲ متره پلنوالی او په بیلابیلو اندازو کې ۵۵ پایې پلګوټي او ۲۵۶۰ متره استنادي دیوال لري، تر دې مهاله یې د جوړلو  چارې ۴۱.۷۲ سلنه مخته تللي.


د یادو پروژو له پلی کیدو سره به خلکو ته پر کاري بوختیاوو سربیره ترانسپورتي ستونزې هم هواري شي، همدارنګه اقتصادي وده او د ژوند چاپیریال ښه والی له ځان سره لري. 
د ټولګټو وزارت ـ کابل

...

2 کلونه ۱ میاشت ago

...

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۸:۱۸
Background image

د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکل شويو مسيرونو د تائيدۍ په تړاو د همغږۍ دويمه ناسته وشوه

 د ا.ا.ا د رياست الوزراء عالي مقام د حکم په اساس؛ د ټولګټو وزارت د تخنيکي مرستيال محترم مولوي عبدالکریم فاتح په مشرۍ د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکل شويو مسيرونو د تائيدۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۴:۳۳
Background image

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر کاپیسا ولایت ته سفر وکړ

 د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني کاپیسا ولایت ته د سړکونو د ارزونې په موخه په داسې حال کې سفر وکړ، چې دیاد ولایت والي محترم قاری احسان الله بریال، دیاد ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۷:۳۳
Background image

د سالنګونو لويې لارې د سړک د ځينو برخو د کښېناستلو اړوند ګنګوسې بې بنسټه دي

 د ا.ا.ا د رياست الوزراء عالي مقام د حکم په اساس د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني او د رياست الوزراء د عالي مقام د پلاوي او د د ياد وزارت د ځينو رياستونو رئيسان د. . .

BACK TO NEWS