د زابل ولایت د بسکي پُل د ترمیم او بیارغونې کار روان دی

د زابل ولایت د مرکز اړوند د کابل – کندهار لویې لارې پر مسیر د بسکي پُل د ترمیم او بیارغونې کار جریان لري.
دا پُل، ۲۴ متره اوږدوالی او څه باندې ۸ متره پلنوالی لري، چې د بیارغونې کار یې د یوه ترکي قراردادي شرکت لخوا پرمخ وړل کیږي او د زابل ولایت د ټولګټو ریاست له لوري یې نظارت کیږي.