د سالنګونو لویه لار:

د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د فني او مسلکي پرسونل له لوري د ورځنیو فعالیتونو په لړ کې د مانګي او پهلوان پولونو د ترمیم چارې دوام لري. د یادونې ده، د سالنګونو لویه لار، د ترافیکي وسایطو پرمخ خلاصه ده، دا مهال مسافر وړونکي موټر له دواړو لورو او بار وړونکي موټر له جنوب څخه شمال لوري ته تګ کولی شي.